
د ایکنا د راپور له مخې، د روژې له مبارکې میاشتې سره هممهاله توګه، د «له آیتونو سره ژوند»نومې قرآني خوځښت هره ورځ یوچورلیزي آیت وړاندې کوي.
د دوهمې ورځې لپاره د بقرې مبارکې سورې ۲۵۰ آیت د دوهمې ورخې د آیت په توګه وټاکل شو، څو انسان صبر، زغم او له پېښو څخه نه وېرېدلو ته وهڅوي او د ژوند د ستونزو او ننګونو پر وړاندې لارښوونه وکړي.
«رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْکَافِرِینَ»
اې پروردګاره! مونږ صبر او زغم راډالۍ کړه ،او زمونږ ګامونه کلک او ټينګ کړه او مونږ پر کافرانو بریالی کړه؛::
د آیت الهامبخښونکی متن ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی!
دا آیت د مؤمن د زړه غږ دی په هغو شیبو کې چې وېره او شک پرې راشي؛ بلنه ده د هغه ځواک ترلاسه کولو ته چې له بهر نه راځي، بلکې د ایمان له ژورو راپورته کیږي.
متن ښئي چې په سختو ډګرونو کې هغه څه چې برخلیک ټاکي، نه د لښکرو شمېر او نه وسلې دي، بلکې د هغو زړونو حالت دی چې پر خدای توکل لري.
په دې لیډ کې صبر یوازې چوپ پاتې کېدل نه دي؛ بلکې هغه ځواک دی چې د اضطراب د یرغل په منځ کې انسان ټینګ ساتي او له باطني ماتې ئې ژغوري.
د ګام ټينګښت هغه ریښه ده چې اجازت نه ورکوي ایمان په ملنډو، فشار یا ګواښ سره ولړزېږي؛ او نصرت هغه مېوه ده چې یوازې د همدې دوو ونو (صبر او ثبات) پر څانګو راټوکېږي.
ایمان یوازې ذهني مفهوم نه دی، بلکې عملي تجروبه ده. هر وخت چې بشر په تنګسې کې بند پاتې شوی، د خلاصون دروازې له هماغې شیبې پرانیستل شوې چې لاسونه د دعا لپاره پورته شوي دي؛ لکه څنګه چې پیغمبرانو د تاریخ په بندونونو کې ـ له نوح او زکریا تر لوط پورې ـ په همدې توسل تړلې لارې پرانیستې دي.
د قرآن په منطق کې دعا یوازې په خلوت کې خبرې نه دي؛ بلکې یوه میداني کړنه ده چې د مقاومت روحیه ژوندۍ ساتي او د محاصرې له زړه نوې لاره راایستلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4335647